په تېره یو میاشت کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د څه باندې یو ميليون ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو ۴۲ پروژې بشپړې شوې

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۳:۴۱
آبرسانی

د روان (۲۰۱۹) کال د مې د میاشتې په جریان کې د کلیو د بیارغونې او پرمختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو د ملي پروګرام له لارې  ولایتونو کې د اوبو رسولو ۴۲ پروژې د څه باندې یو ميلیونه امریکایي ډالرو په لګښت  بشپړې شوې.
په دې پروژو کې د بادغیس ولایت په مقر، ابکمري او بالامرغاب ولسوالیو؛ د جوزجان ولایت په خواجه دو کوه ولسوالۍ؛ د پکتیا ولایت په څمکنیو، ځاځي آریوب او ځدراڼو ولسوالیو؛ د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ؛ د بامیانو ولایت په مرکز او پنجاب ولسوالۍ؛ د پروان ولایت په جبل‌سراج ولسوالۍ؛ د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ؛ د خوست ولایت په مرکز او اسماعیل‌خېل مندوزی ولسوالۍ؛ د غور ولایت په مرکز چغچران او د کابل ولایت په چهارآسیاب، استالیف او شکردره ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۱۷ شبکې جوړې شوې، د پکتیا ولایت په ځدراڼو ولسوالۍ کې د ښوونځیو لپاره د دریو صحي مبرزونو او اوو څاه ګانو جوړول او  د پروان ولایت په سیدخیلو ولسوالۍ، د وردګو ولایت په حصه‌ی اول بهسود او چک ولسوالیو او مرکز، د تخار ولایت په ینګي کلا او بهارک ولسوالیو، د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ، د کاپیسا ولایت په حصه اول کوهستان ولسوالۍ او مرکز، د بادغیس ولایت په قلعه‌ی نو ولسوالۍ، د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ، د پکتیا ولایت په ډنډپټان او زورمت ولسوالیو، د هرات ولایت په غوریان، روبات سنګي او زنده جان ولسوالیو او د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ۳۴ ژورو او نیمه ژورو څاه ګانو کیندل شامل وو.
په دغو پروژو باندې۱،۱۵۶،۳۰۶ امریکايي ډالره لګښت شوی، چې له دې جملې نه ۵۰۷،۵۷۶امریکايي ډالره د دولت له بودجې د مالیې وزارت لخوا او ۶۴۸،۷۳۰ ډالره په افغانستان کې د یونیسف د ادارې لخوا ورکړل شوي دي. د دغو پروژو په تکمیلېدو سره په پورته ذکر شویو ولایتونو کې د څه باندې ۱۲،۰۰۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

BACK TO NEWS