په تخار کې د ۱۰۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د جوی شیخ اتصالي سړک کار بشپړ شو

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۷ - ۶:۴۲
تخار

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د لار جوړونې د ملي پروګرام له لوري د ۱۰۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د تخار د مرکز اړوند د تالقانو په جوی شیخ کې د ۱۷۵ متره پل او د هغه د اتصالي سړک کار بشپړ شو.
ددې پروژې په ترڅ کې ۱۰ زره کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او په بشپړتیا سره یې د نمک اب ولسوالۍ په ګډون، جوی شیخ، قلعه، چقل قشلاق پاین، چقل قشلاق بالا، حاجي ها، شاه بای ها، سر اسیاب، بابه خان پهلوان او تکه تیمز کلي له مرکز تالقان سره وتړل شول. د یاودنې وړ ده چې د بدخشان- کابل مسیر ګاډي به هم اوس پر دې لاره ځي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS