په بلخ کې د ۱۳.۷ کیلو متره سرک د پخولو چارې ( څلورپروژې)

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۳ - ۹:۴۵
بلخ

۱- د بلخ ولایت د مزار شریف له یولمرب څخه د دشت شادیان په سویل کې تر شهرک علیا پورې ۳.۲۲ کیلو متره سرک پوخ کړل شو د اوبو ایستلو سیستمونه یې ورغول شول او ګټې اخستنې ته وسپارل شو دا پروژه د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د کلیوالي سیمو د لار جوړونې د ملي پروګرام له خوا تر سره شوه چې د یاد وزارت د پروګرامونو د معین محمد عیسی قدرت او د بلخ د والي محمد اسحق رهګزر له خوا یې پرانسته وشوه.
۲- د یولمرب له سرکه د مزار شریف د ښار ددشت شادیان په سویل کې د بابا علي شیر تر کارتې پورې د ۲.۰۴ کیلومتره سرک پخول ( قیرکول) او د سرک د اوبو ایستلو جوړښتونه جوړول بشپړ شول دا پروژه هم ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
۳- د مزار شریف ښارددشت شادیان سویل لوري ته د یولمرب له سرکه د شیخ حسن غمګین تر سرکه ۱.۹۴ کیلو متره سرک پوخ ( قیر) شو او د اوبو ایستلو جوړښتونه یې ورغول شول، دا پروژه هم ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
۴- د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ په علي اباد او کمپ سخي کې د ۶.۵ کیومتره سرک د پخولو (قیر کولو) کار هم پیل شو چې په ترڅ کې به یې د اوبو ایستلو د جوړښتونو تر څنګ ۱۰ متره اوسپنیز او کانکریتي پل هم جوړ شي.
دا سرکونه به ۲۳ کلي یو له بل سره وتړي او نږدې ۲۳ زره وګړي به د لومړنیو خدمتونو مرکزونو ته لاره پیدا کړي. ددې پروژو چارو ۲۱ زره کاري ورځې ایجاد کړې دي.
د کلیوالي سیمو د لارجوړونې ملي پروګرام تر دې مهاله په بلخ ولایت کې ۲۱۸ کیلومتره سړک رغولی او ۱۱۰ متره پلونه یې جوړ کړي او ګټې اخستنې ته یې سپارلي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

BACK TO NEWS