په بغلان ولایت کې څه باندې د ۱،۸ میلیونه  افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو د اوبو لګولو کانال د جوړولو کار بشپړشو

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۹:۸
بغلان

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۱،۸ ميليونه افغانیو په ارزښت  د کرنیزو  ځمکو د اوبو لګولو کانال د جوړولو کار د بغلان ولایت د بغلان جدید ولسوالۍ د سرک ۹ کلي د پراختیایي شورا لخوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه کانال ۴۵۰ متره اوږدوالی لري چې د نوموړې پروژې د کار په بهیر کې  فني او غیر فني کاریګروته  ۱۲۸۲ کاري ورخې رامنځته شوې وې. د یادونې وړ ده چې له   یاد کانال  به ۱۵۵ کورنۍ ګټه  اخلي او څه باندې  ۸۰۰  جریبه ځمکه به خړوبوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۰:۵۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هېواد په (۲۳) ولایتونو کې د (۲۱۵۳) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تر چتر لاندې او د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په همغږۍ د هېواد د (۲۳) ولایتونو (۳۸) ولسوالیو په (۲۱۵۳) کلیو کې د شاوخوا (۸۷) میلیونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۱:۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د دایکندي ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د دایکندي ولایت له والي مولوي تورجان احمدي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS