غزني په مُقر ولسوالۍ کې د څښلو د اوبو ۲۵ څاه ګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۶ - ۶:۳۹
غزنی

د کلیو د بیارغونې او پرمختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو د ملي پروګرام له لوري د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په بېلا بېلو کلیو کې د څښلو د اوبو ۲۵ څاه ګانې جوړې او د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو څاه ګانو باندې چې لاسي بمبې هم پرې نصب شوې، څه باندې دوو ميلیونه افغانۍ ولګېدې چې افغانستان دولت له لوري ورکړل شوې وې.

د یادو څاه ګانو د جوړولو چارو کې د سېمې خلکو ۱۹۰ کاري ورځې ایجاد شوې او په تکمیلېدو سره یې شاوخوا ۶۴۵ کورنیو ته د څښلو پاکې اوبه برابرې کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS