د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کارکوونکو ته د کلیو پراختیا انسټیټیوت ریاست له خوا د عامه پوهاوي علمي سیمینار ترسره شو

noor_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۸:۵۳
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کارکوونکو لپاره د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار نن له غرمې مخکې د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، یو شمیر مرکزي رئیسانو او کارکوونکو په ګډون د کلیو پراختیا انسټیټیوټ په تالار کې ترسره شو.

د یاد سیمینار په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مالي او اداري مرستیال د دیني او عصري علومو د زده کړې پر اهمیت خبرې وکړې او وویل: تاسې باید د عصري علومو د زده کړې تر څنګ د دیني علومو زده کړه هم خپل ورځنی مکلفیت وګڼئ او د زده کړې لپاره یې جدي کوښښ وکړئ او همداراز هڅه وکړئ څو خپل کاري وړتیا لوړه او د علم زده کړې ته دوام ورکړئ.

دغه سیمینار د دعائيې په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS