د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، مرکزي رئیسانو، د یونیسف دفتر، د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو او د نورو مؤسساتو استازو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې ټینګار وکړ او وویل: په هغو سیمو کې د اوبو رسولو پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي چیرته چې اړتیا لیدل کیږي. مونږ او تاسې باید په پوره همغږۍ سره کار وکړو او د لرو پرتو سیمو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړو.
دغه راز محترم وزیر صاحب زیاته کړه چې پراختیايي پروژې باید د خلکو د اړتیاوو په اساس پلې شي او د همکارو مؤسساتو ترمنځ همغږي پياوړی شي.
