د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت او د افغانستان بانک تر منځ د مقطعې پانګې د انتقال په موخه توافق‌لیک لاسلیک شو

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۸ - ۱۵:۱۷
امضای قرارداد

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت او د افغانستان بانک تر منځ د ۳۶مېلیونو ډالرو په ارزښت د «مقطعې پانګې» یو توافق‌لیک لاسلیک شو.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب‌الرحمن کریمي د دې توافق‌نامې د لاسلیک پر مهال وویل: «د دې توافقنامې په پایله کې به د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام WEERDP له لوري په انتخاب شویو کلیو کې د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته بانکې حسابونه پرانیستل شي؛ د دې حسابونو شمېر ۵۰۰۰ ته رسېږي، چې د دې اکاونټونو له لارې به ۳۶مېلیونه ډالر د بلاعوضه مرستو په توګه ۳۴ ولایتونو ته انتقال شي
د افغانستان بانک سرپرست رییس ښاغلي عتیق نوشېر د توافق‌لیک د لاسلیک پر مهال وویل: «دا توافق‌لیک د دوه اړخیزو مرستو لپاره لاسلیک کېږي، چې عمده ګټه يې د کلیوالو مالي علم یا Financial literacy لوړول دی
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام تمه لري، چې د دې توافق‌لیک په لاسلیکولو سره وکولای شي چې د پروګرام هغه هدف چې په کلیوالي سیمو کې د بې‌وزله مېرمنو اقتصادي او ټولنیزه کچه لوړول دي، لاسته راوړي او د هېواد په اقتصادي پرمختیا کې رغنده رول ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS