د کلیو بیارغونې او پراختیا  په وزارت کې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ  د کتاب نندارتون پیل شو

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۴ - ۴:۱۱
نمایشگاه کتاب

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د له خوا د (یو کارمند، یو کتاب) په نوم نندارتون د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي په حضور کې نن په یاد وزارت کې پیل شو.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د انسټېټوټ  سرپرست رئیس شهزار ځدراڼ  د نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې وویل، چې پنځه کاله وړاندې د انسټېټوټ  کتابتون د ۱۲۰۰ کتابونه په درلودو، جوړ شو، چې اوس د دې کتابتون د کتابونو شمېر ۶۰۰۰ کتابونو ته رسیږي او هره ورځ ۶ــ۷ کارکوونکي له کتابتون د مطالعې لپاره کتابونه وړي.
ځدراڼ زیاته کړه، چې د الکترونیکي کتابتون د ډيټابیس په جوړولو کار روان دی، چې کتابونو ته د کارکوونکي لاسرسی اسان شی.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د کتابونو د لوست په ارزښت خبرې وکړې او  زیاته کړه، چې د الکترونیکي کتابتون جوړولو کار ګټور دي او سپارښتنه یې وکړه، چې د انستېټوټ ټول علمي مواد باید د وزارت په ویب سایټ کې پر لیکه شي.
د یادونې وړ ده ، چې یاد نندارتون په اتو برخو  کې د یوې ورځې په موخه د وزارت په انګړ کې د مراجعینو پر مخ پرانېستی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

BACK TO NEWS