د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر د اسیا لپاره د ملگرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام له مشر سره ولیدل

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۳ - ۱۲:۵۰
MRRD Pic

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي د اسيا لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام له مشر هالیین (Haolian) سره، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د فعالیتونو او اړونده ادارو د همغږۍ او مرستو ډېرولو په نیت ولیدل.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر د اسیا لپاره د ملگرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام له مشر څخه له افغانستان سره د کړیو مرستو مننه وکړه، چې د هېواد د زېربناء د رغونې، سیمه ييزې حکومتوالۍ پیاوړي کولو او د لمریزې برېښنا رسولو په برخه کې مهمې وې او په یادو برخو کې یې د مرستو ډېرولو ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې د نړیوالو شریکانو مالي مرستې او پروژې باید د افغانستان دولت ملي برنامې مدیریت کړي او مالي مرستې یې باید د ملي برنامو تر چتر لاندې مصرف شي.

د اسیا لپاره د ملگرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام مشر د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر څخه مننه وکړه او زیاته يې کړه،" د ملګرو ملتونو د پرمخیتایي پروګرام(UNDP) او د اړونده دولتي ادارو ترمنځ به همغږي پیاوړي کړو او هڅه کوو، چې غوښتل شویو پروژو ته چې د اوبو رسولو، د کلیوالي مېرمنو تولیداتو ته د بازار موندلو او زېربناء په برخه کې دي ژر بودیجه پیدا کړو" .

د یادونې وړ ده، چي د ملگرو ملتونو پرمختیايي پروګرام د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت ليټاکا او تلپاتې انرژۍ پروګرام سره ۳،۲ ميليونه ډالره مرسته کړي، چې د مېرمنو د لاسي صنایعو د ودې او لمریزې برېښنا رسونې په برخه کې یې کلیوالو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS