د پرمختیايي کلیوالي شورا ګانو درې ورځنی ملي کنفرانس پای ته ورسید

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۲ - ۶:۵۴
میثاق شهروندی - ارگ

 د پرمختیایي شوراګانو په  درې ورځني ملي  کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني، د ولسمشر د زېربناء په چارو کې ستر سلاکار او د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي، د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، د سیمیزو اروګانو خپلواکې ادارې د ښاروالیو  معین عبدالباقي پوپل، د وزارتونو معینانو، د نړیوال بانک استازو او نورو بهرنیو میلمانو برخه اخېستې.
په دغو مراسمو کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شوي ول، په پیل کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د  ښار او کلیو خلکو په ژوند کې د مثبت تغییر راوستو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د یاد کنفرانس په اړه وویل، د دغه کنفرانس ګډونوالو د  پرمختیايي پروژو پر اقتصادي تحلیل، ځان بساینه، د پروژو پر تلپاتې والي، د ښځو پر ونډې او د  زیاتې همغږۍ  رامنځته کولو په پارهر اړخیز بحثونه وکړل.
د کلیوپراختیا وزیر وویل، دا مهال د ټول هېواد په  ۱۲۳ ولسوالیو کې  ۸۵۰۰ پروژې روانې دي، چې ۱۰ ميليونه خلک به ترې ګټه اخلي او ۱۴ ميليونه کاري ورځې به رامنځته کړي، چې د غربت د کچې راټیټولو، کاري فرصتونه د ایجاد او لمړنیو خدمتونو د کلیوالو لاسرسي زیاتوي.
جمهوررئیس غني د ګډونوالو له غوښتنو، وړاندیزونو او پریکړه لیک وروسته وویل،  په ولسواکۍ کې وګړی اصل دی او تاسې د پرمختیايي شوراګانو استازي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسواکۍ  ممثل یاست، تاسې یاست  چېهره ورځ د ګذر او کلیو خلکو  په ژوند کې اساسي تغییر راولئ او زه له همدې امله له تاسې څخه د زړه له کومې مننه کوم.
جمهوررئیس  د ولسي تړون ملي پروګرام په پرمختیایي شوراګانو کې د ښځو له پراخ ګډون مننه وکړه او وې ویل،  د افغانستان  ښځې  د دې هېواد جوړونې په بهیر کې خپل مسوولیت ښه ادا کوي او په دې برخه کې ښې ځلېدلي او هیڅکله شا تګ نه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

BACK TO NEWS