د لومړي ځل لپاره دوه میلیارده افغانۍ بودجه کوچیانو ته ځانګړې شوې

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۱ - ۱۰:۱۰
کنفرانس کوچی‌ها در ارگ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماسپښین د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د کوچیانو د پراختیا ملي کنفرانس اختتامیه غونډه کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.

په پیل کې د کلیو بيارغونې او پراختیا پوهنمل وزیر مجیب الرحمن کریمي وویل، د جمهور رئیس په لارښوونه کوچیان عملاً د ولسي تړون ملي پروګرام کې شامل شول او له دې وروسته ټول وزارتونه د کوچیانو اړوند خپلې پروژې او پروګرامونه د دې ملي پروګرام په اډانه کې ترتیب او تطبیقولی شي.

نوموړي وویل، کوچیان به په ټولو هغو ولایتونو کې چې دوی په کې مېشت دي ۹۰۲ شوراګانې جوړوي او دوی ته د دغه پروګرام په اډانه کې تر ۲۰۲۲ کال پورې دېرش میلیون ډالر ځانګړي شوي او د لګښت لپاره به یې کوچیان خپلې پروژې، لومړیتوبونه او اړتیاوې په خپله په نښه کوي او په دې برخه کې به له دوی څخه شل سلنه تخنیکي مرسته غوښتل کېږي.

ښاغلي کریمي وویل، پر دې سربېره د کلیوپراختیا وزارت د کوچیانو د اوبو، اقتصادي ودې او د دوی تولیداتو ته د بازارموندنې لپاره ځینې برنامې په پام کې لري. او د سرحدي ولایتونو انکشافي برنامو کې هم کوچیانو ته پاملرنه کېږي چې د لمریزې برېښنا ترڅنګ به نورې اسانتیاوې هم ورته برابرې شي.

جمهوررئیس غني د یاد کنفرانس ګډونوالو ته د وینا پرمهال د هیواد د امنیت، اقتصادي ودې، سوداګرۍ او نورو بېلابېلو برخو کې د کوچیانو رول ته په اشارې وویل، تاسې پرېمانه پانګې لرلې او د دې هیواد د ساتنې او دفاع لپاره مو ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

جمهوررئیس په ټینګار وویل، له دې وروسته به هر وزارت او اداره د کوچیانو لپاره کار کوي او امنیتي ځواکونه به ستاسو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوي. هغه زیاته کړه، د هر وزارت په بودجه کې کوچیانو ته یو باب ځانګړی شوی او د لومړي ځل لپاره د کوچیانو لپاره دوه میلیارده افغانۍ چې لا هم کافي نه دي ځانګړې شوي او دا به کال په کال زیاتېږي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د ولسي تړون ملي پروګرام په اډانه کې د کوچیانو د انکشافي شوراګانو له جوړولو وروسته هیڅ وزارت او اداره هم دا پلمه نشي کولی چې کوچیان مشخص ادرس نه لري او د همدغو شوراګانو له منځ څخه باید یوه واحده شورا د کوچیانو په استازیتوب په منظم ډول له کابینې سره په تماس کې وي.

جمهوررئیس د کلیوپراختیا وزیر څخه د ولسي تړون ملي پروګرام کې د کوچیانو د شاملولو له امله د مننې ترڅنګ په ټینګار وویل، له دې وروسته باید کوچیانو ته په ملي غونډو او بحثونو کې ځانګړې ونډه ورکړل شي. هغه وویل، د کوچیانو اړتیا او ستونزو ته په پام باید پنځه کلن انکشافي پلان ترتیب شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS