د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په جعفر علیا کلي کې د (۴۰) متره ګاډري اوسپنيز کانکریټي پُل د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W-460 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د ۹۱۵۵۰ نمبر جواز لرونکی د زرکشان ګیلان سړک جوړولو او لوژستیکي خدماتو ساختماني شرکت ته په ټولیز ډول ۱۷،۵۲۱،۷۵۰،۰۰ ( اوه لس میلیون پنځه سوه یو ویشت زره اوه سوه پنځوس افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
