د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د اداري ریاست د (۶۳) قلمه درملو او طبي لوازمو د تهیه او تدارک تړون چې MRRD/1405/NCB/G-142 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د صنعت او سوداګري محترم وزارت د D-73776 نمبر جواز لرونکی رشد افغان لوژستیکي خدماتو شرکت ته په ټولیز ډول ۱،۴۷۵،۰۰۰ ( یو میلیون څلور سوه پنځه اویا زره افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
