د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
د ساختماني شرکتونو د پام وړ!
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په سرتنګي بوکان کلي کې د (۶۰) مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W- 1396 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د ۱۰۴۸۶۰ نمبر جواز لرونکی د اکسیس بیس ساختماني او انجنیري شرکت ته په ټولیز ډول ۱،۱۴۰،۳۷۶،۰۰(یو میلیون او یو سل او څلویښت زره او درې سوه او شپږ اویا افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یاده شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو، تړون به لاسلیک نشي.
