ملت  ته د دولت د حساب ورکولو په کنفرانس کې د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي د وینا متن

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۴ - ۱۳:۳۲
کنفرانس

۱۳۹۷ کړنې:

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۱۳۹۷ کال خپله بودیجه  په انډولیزه بڼه ۹۵ سلنه مصرف کړي، چې په تېرو څلور کالونو کې بې سرې وه، د ۹۵ سلنه بودیجې مصرف،  د وزارت له ملت سره د کړیو ژمنو د پوره کولو  څرګندونه کوي.

د فقر د کمښت په برخه کې:

 پ په ۱۳۹۷ کال کې مو  په ټولیز ډول د هېواد په ۳۴ ولایتونو، ۲۴۹ ولسوالیو  او ۷۸۷ کلیو کې ۱۰۰۶ پروژې بشپړې کړي، چې ۱۱۳ ميلیونه ډالره ارزښت یې درلودو. له دې پروژو ۳ ميليونه خلک ګټه اخلي او هېواد والو  ته ۱۴،۵ ميليونه کاري ورځې رامنځته کړي. د دې ترڅنګ په ‍۱۳۹۷ کال کې د لاسي صنعتونو د ودې او تلپاتې کاري بوختیا په برخه کې ۴۷ زره کليوالو ته کاري فرصتونه ایجاد کړي.

د ښوونځيو د ودانیو جوړول:

 د هېواد جمهور رئیس  په ځانګړې حکم  او سپارښتنه د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت په دوو کالونو کې د شپږ زره ښوونځيو ودانۍ جوړې وي.

 په ۱۳۹۷ کال کې مو د ۲۶۴۷ ښوونځيو د وانیو د جوړولو د سروي، ډیزاین  او پروپوزل لیکولو چارې پیل کړې. د دې ښوونځيو د جوړولو کار عملا  په ۱۳۹۷ کې پیل شو او په ۱۳۹۸ کې تر اوسه د ۱۵۰۰ ښوونځيو د جوړولو لګښت د شوراګانو حسابونو ته تللی، همدا اوس چې زه له تاسې سره خبرې کوم په ساحه کې عملا د ۶۰۰ ښوونځيو د وداینو جوړولو کار روان دي او  د غوایي میاشتې تر پای به د کلیوالي شوراګانو لخوا د ټولو ۱۵۰۰ ښوونځيو د ودانیو جوړولو چارې پیل شي، وړاندینه کوم، چې د ۲۶۴۷ ښوونځيو د جوړولو چارې به په ۱۳۹۸ کال کې بشپړې شي او دوهم پړاو چې په کې  ۳۳۵۳ نور ښوونځي جوړیږي  او  ۲۷۰ ميليونه ډالرو بودیجې  ته اړتیا لري ورسیږو.

د ولسي تړون ملي پروګرام:

 په ۱۳۹۷ کال کې مو د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې له ۶۰۰۰  د زیاتو پروژو کارونه پیل کړل، چې د ۶۰۹ پروژو کارونه یې بشپړ شول او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د کليوالي اقتصاد پیاوړتیا:

 په ۱۳۹۷ کال کې د کلیوالي صنعتونو د پرمختیا پروګرام ختم شو، چې ۱۴۰ زره کسانو ته کاري فرصتونه ایجاد کړل، چې ۱۰۰ زره یې مېرمنې وې. له نیکمرغه د زیاتو هڅې څخه وروسته بریالي شو، چې یاده برنامه  په ټول هېواد کې د ۲۰۱۸ کال د جولاۍ  په میاشت کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا په نوم  پیل شوه، چې  د ټول هېواد په  ۷۶ ولسوالیو کې به   ۶۲۵۰ شوراګانې تر خپل پوښښ لاندې راولي. یاده برنامه به د پنځو کالونو په اوږدو کې ۵۰۰ زره  دندې هېوادوالو ته ایجاد کړي، چې له ډلې یې ۸۰ ښځې دي.

د دې برنامې سیمه ییز دفترونه د هېواد  په اوو زونونو( کابل، کندوز، بلخ، کندهار، هرات، خوست او ننګرهار) کې رسمآ افتتاح شول.

د هغو ۵۰۰۰ د سپما ګروپونو څخه چې د هېواد په پنځو ولایتونو(پروان، کابل، بامیان، ننګرهار او هرات ) کې د کلیوالي صنعتونو د پرمخیتا پروګرام له خوا  جوړول،  ۱۶۰۰ نور نوې به د دې پروګرام له خوا جوړ شي.

 هېواد په ۸ ولایتونو(کابل، پروان، بغلان، بلخ، هرات، کندهار، ننګرهار او لغمان)  کې مو  ۵۰۰۰ د غالیو اوبدلو کارګاوې او اړونده مواد وویشل، چې  ۳۵زره  نویو راستانه شویو هېوادوالو ته یې په مستقیم او غیرمستقیم ډول بوختیاوې رامنځته کړې‌.

د کوچیانو ستونزه:

د وروستۍ سروي له مخې  ۸۹ سلنه کوچیان د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو محروم دي.  دې ستونزو ته په پامنیوی او د هېواد جمهور رئيس په ځانګړې سپارښتنه د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د کوچیانو لپاره خپلې چارې د ۱۳۹۷ کال راهېسې ډېرې او تېزې کړي.

په  ۱۳۹۷ کال کې د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د کوچیانو د ټولنیز اقتصادي د ژوند د ستونزو د مالومولو په پار یوه هره اړخیزه سروي بشپړه کړه او د دې سروي له مخې د کوچیانو د ژوند د ښه کېدا او لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي په نیت پنځه کالنه ستراتیژي جوړه شوه، د دې ترڅنګ د کوچیانو شوراګانې هم جوړې شوې خو د پروژې د عملي چارې او ۱۰۰۰ شوراګانې به ۱۳۹۸ کال کې جوړې شي.

د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام  به هم په خپل ۵ کلن بهیر کې به ۵۰۰۰کوچیان هم تر خپل پوښښ لاندې راولي او د کوچي تشبثاتو د پیاوړتیا لپاره بېلابېل پروګرام  ورته جوړ کړي.

د کليو بیارغونې  او پراختیا  وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د کوچیانو لپاره  د 30 میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو  رسولو د سکتور په برخه کې پروژې لري.

د دغو پروژو د تطبیق پر مهال به 14,698 کاري ورځې رامنځته او 92,964 اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کړي. د دغو پروژو په بشپړیدو به شا او خوا 2000 هکټاره کرنیزه ځمکه هم د اوبو لګولو تر پوښښ لاندې راشي.

د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر:

 په ۱۳۹۷ کال کې د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر ۵۳۹۵۹ متره کاریز، ۳۰ چک ډېمونه، ۲۱۳۸۸ متره استنادي ، محافظوي او ګبیوني دیوالونه او ۱۵۴۲۲ متره د اوبو رسولو کانال جوړ کړی.

له دې پروژو ۳۶۷۶۴۲ تنه ګټه اخلي او په کاري بهیر کې ۶۷۱۶۲۲ کاري ورځې د سېمې خلکو ته رامنځته شوې او ۲۱۴۰ جریبه کرنیزه ځمکه یې د سیلابونو له خطره خوندي کړي.

یاده برنامه به په ۱۳۹۸ کال کې ۴۸۴۹۰ متره کاریز، ۲۸۷۰۰ متره د اوبو رسولو سربندونه او کانالونه او ۴۰۱۶۷ متره استنادي، محافظوي او ګبیوني دیوالونه جوړوي، چې ۶۱۲۸۷۸ کاري ورځې به د سېمې خلکو ته ایجاد کړي، ۶۶۰۴۰۳ کسان به ترې ګټه اخلي او ۳۱۰۰ جربیه  کرنیزه ځمکه به د سیلابونو له خطره خوندي کړي.

د دې ترڅنګ د کنړ سیند دواړو غاړو ته د ۴۰ کيلومتره بولډروال ډوله دیوال د جوړولو د سروي او  ډيزاین کار روان دي، چې څه باندې ۱ میلیارد او ۳۲ ميلیونه افغانۍ لګښت لري او ۳۶۰۰ کرنیزه ځمکه به د سیلابونو له خطره خوندي کړي. په دې پروژوه کې به ۱۰۰۰۰ کسانو  ته په مستقیم او ۵ زره کسانو ته په غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه ایجاد شي.

د سېمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ پروګرام  به د شېنوارو شپږ جنګ ځپلیو ولسوالیو( دوربابا، غني خیلو، نازیانو، اچین، هسکې مینې او سپین غر ولسوالیو کې د 466,400,000 افغانیو په ارزښت د 23 ښوونځیو پر جوړولو سربیره  د اوبو لګولو د سربندونو، د اوبو لګولو د کانالونو او د سیلابونو د اټکلي زیان د مخنیوي د اړخیزو (استنادي) ګبیون ډوله دیوالونو 145 بیلابیلو پروژو د تطبیق تړونونه د روان لمریز کال د وري ( حمل ) پر اتمه له ځايي کلیوالي پرمختیايي شوراګانو سره لاسلیک شوي.

د دغو پروژو د تطبیق پر مهال به 233,200 کاري ورځې رامنځته او 188,657 ځايي اوسیدونکي به لدغو پروژو ګټه پورته کړي.

دغه وزارت د کابل په سروبي ولسوالي کې د سیلابونو د اټکلي زیان د مخنیوي په برخه کې د 131,414,445 افغانیو ارزښت د 4265 مترو په اوږدوالي د ګبیون ډوله استنادي دیوال د جوړولو چارې هم سږ کال پیل کړیدي.

د دغې پروژې د تطبیق پر مهال به شا او خوا 60 زره کاري ورځې رامنځته او 26290 ځايي اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي.

____

د کلیوالي لار جوړولو ملي پروگرام:

 د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له مهو پروګرامونو  څخه دی. په ۱۳۹۷ کال کې د انډولیزې پرمختیا د اصل  په پام کې نیولو سره د حکومت او خلکو لومړیتوبونو  تر رسیدګي کړي. په ۱۳۹۷ کال کې ۵۹۶ کیلومتره سړک  او ۱۲۷۱ متره پل جوړ کړی، چې د کلیوالي خلکو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی یې ۵۸،۲ څخه ۶۰ سلنې ته لوړ کړی او د سلګونو ټنه محصولاتو بازارونو ته رسولو یې اسان کړي.

همدرنګه یې ۳۵۰۰ کیلومتره سړک ساتنه او مراقبت کړی،  چې دې ټولو برنامو ۲ ميلیونه کاري ورځې ایجاد کړي او ۱،۲ ميلیونه خلک ترې ګټه اخلي.

د اوبو رسولو ملي پروګرام:

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو ملي پروګرام په ۱۳۹۷ کال کې هڅه کوله، چې د افغانستان په کلیو کې وچکالۍ ځپلو ته خپل خدمتونه ورسوي. په یاد کال کې د دې برنامې له فعالیتونو ۸۲۶۶۳۷ کلیوال مستفید شوي.

د مرکزي احصائيې د راپور له مخې د کلیو اوسیدونکو د څښاک  اوب ته لاسرسی په ۲۰۱۶/۲۰۱۷ کالونو کې ۵۵،۳ سلنه وو.

 په بیړنیو حالاتو  او د سختې  وچکالۍ  په مهال یې د  هېواد په ۳۰ ولایتونو تر خپل پوښښ لاندې راوستي ول، چې ۱،۹ ميلیونه خلک یې له خدمتونومستفید  شوي.

د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د  اوبو رسولو د ۲۵۹ شبکو جوړول.

د ۹۴۸ څاګانو کېنل، د هېواد  په ۲۶ ولایتونو کې ( ارزوګان، بادغیس، بامیان، بدخشان، بغلان، بلخ، پروان، پنجشېر، پکیتا، تخار، جوزجان، خوست، دایکنډي، زابل، سرپل، غزني، غور، فاریاب، لوګر، ننګرهار،هلمند، وردګ، کابل، کاپیسا، کندوز او کندهار)

د څښاک  اوبو د ۶۷ ذخیرو جوړول دبادغیس، سمنګان، سرپل او جوزجان او بدخشان په ولایتونو کې.

د دې پروژو لګښت  ۹۴۸،۳۱۰،۶۳۱ ( څه باندې نهه سوه ميليونه) افغانۍ وو، چې په کاري بهیر کې یې ۹۴۲،۱۰۰ کاري ورځې رامنځته شوي.

له طبیعي پېښو سره  مبارزه:

له بدمرغه د روان کال  په پیل کې زمونږ ګڼ هېواد وال وروستیو اورښتونو او سيلابونو وځپل، د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست  هڅه کوي، چې د زرګونو خېمو، کمپلو، خوراکي توکو او د ځېني طبي موادو په وېشلو له سیلاب ځپلو سره لومړنۍ مرستې وکړي.

ــــــــــــــ-

په لنډ ډول د کليو بیارغونې  او پراختیا وزارت  په ۱۳۹۷ کال کې ۱۰۰۶ پروژې بشپړې کړي.

۱۴،۵ ميليونه کاري ورځې یې ایجاد کړي.

۲،۹ ميلیونه خلک ترې ګټه اخلي.

ارزښت: ۱۱۳،۸۲ ميليونه ډالره

پوښښ: ۳۴ ولایتونه

ــــــــــــــ

په ۱۳۹۸ کې پلان شوې پروژوه ۸۴۶۸

۱۲ ميليونه کاري ورځې

لګښت ۱۸،۳۴۶ میلیارد افغانۍ

ګټه اخېستونکي: ۹،۳ میلیون

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

وزارت احیاء و انکشاف دهات دستاورد ها و فعالیت های یکسالۀ خود را با رسانه ها شریک نمود

محترم الحاج ملا محمد یونس آخند زاده سرپرست وزارت احیاء وانکشاف دهات قبل از ظهر امروز دستاورد ها و فعالیت های یک سالۀ خویش را طی کنفرانس خبری در مرکز اطلاعات و رسانه های حکومت به رسانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

آغاز کار (۱۷۵) پروژه مختلف انکشافی در مربوطات ولایت پروان

کار (۱۷۵) پروژه مختلف انکشافی در مربوطات ولسوالی های سالنگ و شینواری ولایت پروان به ارزش بیش از (۲۴۵) میلیون افغانی از طریق وزارت احیاء و انکشاف دهات امروز طی محفلی توسط الحاج ملا محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی از طریق وزارت احیاء و انکشاف دهات با نماینده گان مؤسسات دایر گردید

تحت ریاست محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده وزیر احیاء و انکشاف دهات  قبل از ظهر امروز جلسه هماهنگی با نماینده گان مؤسسات تدویر یافت .

در این جلسه که در مقر وزارت احیاء و انکشاف دهات. . .

BACK TO NEWS