په لغمان کې د ۵۰۳ متره بولډروال د جوړولو کار روان دی
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ پروګرام له لوري دلغمان ولایت په معین قلعه سیمه کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۰۳ متره بولډروال د جوړولو کار ۹۵ سلنه پرمخ تللی دی.
ددې دیوال په جوړیدو به د سیمه یزو خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې د سیند دراختو او نیزونو له ګواښه خوندي شي، او هغه ځمکې چې مخکې سیند وړې وې بیرته به د کر کیلې جوګه وګرځي.
