د هيواد په ۸ ولايتونو کې د کوچيانو لپاره د ۳۸.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۹ پروژو کار روان دي

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۶:۸
کوچی ها

د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د سيميزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر د کوچيانو لپاره د هيواد په ۸ ولايتونو کې د ۳۸.۵ ميليونه افغانيو په ارزښت ۱۹ پروژې پلې کوي چې مخ په بشپړيدو دي.
دا پروژې چې ۱۷ يې له ملي بوديجې او ۲ نورې يې د ايټاليا هيواد له خوا تمويليږي په کاپيسا، جوزجان، خوست، زابل، کندهار، لوګر، ننګرهار او لغمان ولايتونو کې پلې کيږي چې د اوبه خور کانالونه، د اوبه خور د اوبو زيرمې او سولري پمپونه په کې راځي.
ددې پروژو په ترڅ کې ۱۵ زره او ۷۲۸ کاري ورځې رامنځ ته شوي او ۳۳ زره ۹۷۱ هيودوال کوچيان به يې له ګټو برخمن شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

BACK TO NEWS