په لغمان کې د  ۲۰۰ پرمختیایي پروژو کارونه  روان دي

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۴ - ۸:۳۸
ملاقات با والی لغمان

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د لغمان والي محمد اصف ننګ سره د یاد ولایت د ستونزو اوریده په موخه په خپل دفتر کې ولیدل. د لیدنې په سرکې د لغمان والي د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر سره د یاد ولایت ستونزې شریکې کړې، چې د څښاک اوبو، د سیلابونو د محنیوي په پار د استنادي دیوالونو او ترانسپورټي لارو جوړولو غوښتنې یې تر نورې مهمې یادې کړې.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي  وویل، چې په لغمان کې ۵،۱ ميليونه ډالرو په ارزښت د ۲۰۰ پرمختیایي پروژو کارونه روان دي، چې سل زره خلک به ترې ګټه اخلي او په روان کال ۵۰ نورې پرمختیایي پروژې پلي شوې، چې خلکو ته یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د مرکزي او ولایتي انجنیرانو لپاره د سړکونو او پلونو د پروژو تطبیق په اړه روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو انجنیرانو لپاره د سړکونو او پلونو د پروژو تطبیق په اړه روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د پلان او پالیسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د ځدراڼو قوم له جهادي او قومي مشر سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د ځدراڼو قوم له جهادي او قومي مشر الحاج عبدالرحمن ځدراڼ سره لیدنه وکړه.. . .

BACK TO NEWS