د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۵
1

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له رئیس او کارکوونکو سره لیدنه وکړه.

 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال د یاد ریاست له رئیس سره د پروژو د پلي کولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې، د کارکوونکو شته ستونزې او غوښتنې له نږدې واوریدې او وویل: د پراختیا او رغونې په برخو کې خپلو ولسونو ته په اخلاص، صداقت او ایماندارۍ سره خدمت وکړئ، د ریاست دروازې تل د ولسونو لپاره خلاصې وساتئ او د ریاست اړوندو غوښتنو ته رسیدنه وکړئ .

 

همداراز محترم الحاج محمد ارسلاح خروټي وویل چې زموږ هېواد او ولسونه زیات کار او خدمت ته اړتیا لري نو باید تل خپلې وظیفي ته په خپل وخت راشئ او درسپارل شوي کارونه مو د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ترسره کړئ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د مرکزي او ولایتي انجنیرانو لپاره د سړکونو او پلونو د پروژو تطبیق په اړه روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو انجنیرانو لپاره د سړکونو او پلونو د پروژو تطبیق په اړه روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د پلان او پالیسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د ځدراڼو قوم له جهادي او قومي مشر سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د ځدراڼو قوم له جهادي او قومي مشر الحاج عبدالرحمن ځدراڼ سره لیدنه وکړه.. . .

BACK TO NEWS