د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې د دوو پراختیايي پروژوچارې پیل شوې

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۳:۳۹
1

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ په ګل قلعه او زندان کلیو کې دوې پراختیايي پروژې د  کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې او د کابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندي او د اکتد مؤسسې په مالې ملاتړ جوړیږي، چې د ياد وزارت  اداري او مالي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم او د یاد ریاست غړو له خوا پرانیستل شوې.

لومړۍ پروژه چې د يادي  ولسوالۍ په ګل قلعه کلي کې د 332930 افغانیو په لګښت سره پیل شوه، په یاده پروژه کې د کانال پاکولو او د سړک د جغل اچول او هوارول شامل دي چې 960 متره اوږدوالی لري او په بشپړیدو سره به  يې 200 جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي. د یادې پروژې په پلي کیدو سره د سیمې 47 تنو اوسیدونکو لپاره 808 کاري ورځې رامنځته شوې او د نوموړي کلي 57 کورنۍ به ورڅخه برخمنې شي.

 دویمه پروژه د خاکجبار ولسوالۍ په زندان کلي کې د 9100701 افغانیو په لګښت سره پیل شوه. په یاده پروژه کې د 150 مترو په اوږدوالي سره د کانال پاکول، د 505 مترو په اوږدوالي سره د کاریز پاک کاري، د 5099 متره په ظرفیت سره د څلورو زراعتي ذخیرو پاکول شامل دي چې 150 متره کرنیزه ځمکه خړوبوي. د نوموړې پروژې چې په پلي کیدو سره يې 106 کسانو ته 805 کاري ورځې رامنځته شوې او 132 کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۲:۴۵
Background image

په کنړ ولايت کې د اوبو رسولو یوه جاذبوي شبکه ګټی اخيستنې ته وسپارل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د AHF مؤسسې په مالي ملاتړ او د SEARCH مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په شولیټ کلي کې د اوبو رسولو د یوې جاذبوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۲:۳۹
Background image

په زابل ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د ( UNICFF) ادارې په مالي مرسته او د (ORD) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د زابل ولایت په میزاني ولسوالۍ کې د (3637490) افغانیو په لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۴:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د مرکز اړوند په نوآباد بابوس کلي کې د ( ۶ ) میلیونه او( ۲۵ ) زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد قاسم. . .

BACK TO NEWS