په هرات ولایت کې د (۳۰) بېلابېلو پراختيايي پروژو د جوړولو چارې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير صاحب له لوري پیل شوې
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده صاحب او مل پلاوي لخوا د هرات ولايت په (۱۰) ولسواليو کې د شاخوا (۲.۷) ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د(۳۰) بېلابېلو پراختيايي پروژو د جوړولو چارې د يوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې.
په دې غونډه کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير صاحب او مل پلاوي د ياد ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست رئيس مولوي عبدالسلام هجرت،یو شمېر نورو مسئولینو، علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د یادو پروژو د کار په بهير کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د نوموړو ولسواليو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شي.
