په غور ولایت کې ۱۶۵ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۸:۳۸
تهیه‌ی آب آشامیدنی صحی برای ۱۶۵ خانواده در غور

د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ ‌الصحې پروګرام له لوري د غور ولایت د لعل ‌وسرجنګل ولسوالۍ په ده پیتاب سیدعلم کلي کې د ۲.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه شوه چې ورسره د شاوخوا ۱۶۵ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې څاه کیندل، د یوې زیرمې او د لمریزو تختو لپاره د یوې احاطې جوړول، د څه باندې ۲۹۰۰ مترې اوږدې شبکې غځول او د لسو لمریزو تختو (سولرونو)، ۴۲ نل‌بندانونو او نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

د یادونې وړه ده چې ددغې پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره ۲۲۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۲:۴۵
Background image

په کنړ ولايت کې د اوبو رسولو یوه جاذبوي شبکه ګټی اخيستنې ته وسپارل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د AHF مؤسسې په مالي ملاتړ او د SEARCH مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په شولیټ کلي کې د اوبو رسولو د یوې جاذبوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۲:۳۹
Background image

په زابل ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د ( UNICFF) ادارې په مالي مرسته او د (ORD) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د زابل ولایت په میزاني ولسوالۍ کې د (3637490) افغانیو په لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۴:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د مرکز اړوند په نوآباد بابوس کلي کې د ( ۶ ) میلیونه او( ۲۵ ) زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد قاسم. . .

BACK TO NEWS