په کاپیسا ولایت کې ۵۴۰ کورنیو ته  د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۷:۶
کاپیسا

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو د ملي پروګرام له لوري  د کاپیسا ولایت د مرکز محمود راقي اړوند په «قول بابر» او د حصه اول کوهستان ولسوالۍ په «جلدک» کليو کې د څښلو د اوبو د دریو پروژو چارې بشپړې .
د اوبو رسولو په دغو درېو پروژو کې په «جلدک» کلي کې د څښلو د اوبو د یوې لمریزې شبکې جوړول او د یوې ژورې څاه کیندل او په «قول بابر» کلي کې په لاسي بمبو سمبال د درېو څاه ګانو جوړول شامل وو.
په دغو پروژو باندې  څه کم پنځه ميليونه  افغانۍ لګښت شوي چې د دولت له بودجې  څخه ورکړل شوې. د یادو پروژو په بشپړېدو سره په ذکر شویو کلیو کې د شاوخوا ۵۴۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

BACK TO NEWS