په ډایکندي ولایت کې څه باندې د ۲۶۵ زره افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو د اوبو کولو د یوې زیرمې د جوړولو کار بشپړشو

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۶ - ۱۰:۱۴
دایکندی

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې د ۲۶۵ زره افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو اوبو د یوې زیرمې د جوړولو کار د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ د علی شاه خواجه غار کلي د پراختیایي شورا لخوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د اوبو دغه زیرمه ۵۸ مکعبه متره ظرفیت لري او د کلیوالو ۳۰ جریبه ځمکه خړوبوي چې ۴۰۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي. د یادونې وړ ده چې په نوموړې ولسوالۍ کې د ۳۸۰ مکعبه مترو په ظرفیت یوه بله زیرمه هم تر کارلاندې ده چې په نږدې راتلونکې کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته به ورسپارل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS