به بغلان ولایت کې  د څه باندې  ۳ میلیونه او ۴۰۰ زرو افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو کانال جوړ شو

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۱۷ - ۵:۴۴
بغلان

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري څه باندې د ۳ ميلیونه او ۴۰۰ زرو افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو کانال  د بغلان ولایت د بغلان جدید ولسوالۍ د سړک عتیق خان کې جوړ شو. دغه کانال ۳۳۸ متره اوږدوالي لري او ۴۰۰ جریبه خمکه خړوبوي. د یاد کانال د جوړولو تر څنګ د ۱۰ څاه ګانو د کیندلو کارهم په همدې کلي  کې روان دی چې د نوموړو دوو پروژو په تطبیق سره به ۳۴۵ ماهرو او ۱۱۷۲ غیرماهرو کاریګرو ته ۱۵۱۷ کاري ورځې رامنځته شي او ۴۳۲ کورنۍ به ترې ګټه اخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS