روان کال به په ميدان وردګو ولايت کې ۴۳۶ پرمختيايي او رغنيزې پروژې تطبيق شي

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱/۷ - ۵:۰
میدان وردک

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير د چهارشنبې په ورځ د ميدان وردګو ولايت له والي، په ولسي جرګه کې ددغه ولايت استازو، د ولايتي شورا رئيس او غړو، قومي مشرانو او ځوانانو سره وليدل.

د ميدان وردګو والي مظفرالدين يمين د خبرو پرمهال هلته د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت لخوا د تطبيق شويو پروژو په برخه کې د مننې ترڅنګ، اوسنۍ ولسي اړتياوې چې د سړکونو، څښلو اوبو، چک ډېمونو او د وچکالۍ د مخنيوي په برخو کې وې، شريکې کړې.

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير پوهنمل مجيب الرحمن کريمي وويل، روان کال په ميدان وردګو ولايت کې د مختلفو برنامو په چوکاټ کې ۴۳۶ ټولګټې او پرمختيايي پروژې پلان شوي چې نيږدې ۴۴۷ مېليونه افغانۍ به پرې ولګول شي.

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير زياته کړه، په دغو پروژو کې پلونه، سړکونه، د اوبو رسولو شبکې، استنادي او محافظوي ديوالونه، کانالونه او نورې رغنيزې پروژې شاملې دي.

د يادونې وړ ده، تازه په ميدان وردګو ولايت کې د کليوالي اقتصاد د پياوړتيا ملي پروګرام هم رسما پيل شوی چې د پينځو کالونو په جريان کې به د پور او سپما له ۳۰ اتحاديو سره کابو ۲۰ مېليونه افغانيو بلاعوضه مرسته وشي او په پايله کې به يې ۲۴۰۰ کليوالي مېرمنو ته کاري فرصتونه ايجاد شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS