په بدخشان کې د پاکو اوبو رسولو په برخه کې د څه دپاسه ۵۴ مېلیونه افغانیو پروژې روانې دي

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۶ - ۸:۲۲
بدخشان

د سه شنبې په ورځ د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي، د بدخشان له والي احمدفیصل بیګزاد سره ولیدل.

د لیدنې پرمهال د بدخشان والي هلته د ولسونو یو شمېر ستونزې او اړتیاوې چې د سړکونو، پاکو اوبو او نورو ټولګټو پروژو په اړه وې شریکې کړې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي وویل، امکاناتو ته په پام، مونږ به لکه د بدخشان کوچني پامیر ته په لومړي ځل د سړک جوړولو پروژې په څېر ټولو هغو سیمو کې د ولسونو پر اړتیاوو کار وکړو چې دوي ته اسانتیاوې راولي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل:"ددې تر څنګ چې تېر کال په بدخشان کې د سړک جوړونې په برخه کې ۷۸ کیلومتره سړک او مجموعا ۲۸۴ متره پلونه جوړ شوي، د روان کال لپاره هم ۴۱،۵ کیلومتره نور سړک او ۱۲۰ متر پل په پلان کې دي، چې د ترانسپورټ په برخه کې ډېرې ستونزې ورسره حل شوي او حل کیدونکې دي."

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام په ترڅ کې به چې تازه په بدخشان کې پیل شوی، د پور او سپما له ۱۶۲ اتحادیو سره د پینځو کالونو په جریان کې د ۱۰۴ مېلیونه افغانیو مرسته وشي.

ښاغلي کریمي وویل، د پاکو اوبو رسولو په برخه کې دا مهال په بدخشان کې تر ۵۴ مېلیونه افغانیو په زیاته اندازه بودیجه، پروژې روانې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS