په کونړ ولایت کې د یوه کیبلي پُل او سړک د جوړولو چارې پيل شوې
د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ناړۍ ولسوالې په سونه کلي کې د (۴۸،۷) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه کیبلي پُل او د (۱۷۰) مترو په اوږدوالې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد پُل او سړک د کار په بهیر کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې د نوموړې کلې د اوسیدونکو ترانسپورتي او تګ راتګ ستونزې هوارې شي.
