د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د بامیان ولایت والي په یاد ولایت کې د پراختیايي پروژو په اړه محترم وزیر صاحب ته معلومات ورکړل، د سړک جوړولو او نیمه بشپړ شویو پروژو په تړاو خپلې شته ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د بامیان ولایت والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د هېواد ټولو ولایتونو ته په ځانګړې توګه محرومو او له اسانتیاوو څخه لرې سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپل شته امکاناتو سره سم ستاسو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
