په کنړ کې د ۱،۷۹ ميليونه افغانیو  په ارزښت د کرنیزو ځمکو د خړبولو کانال ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۹ - ۷:۱۶
Kunar

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام  له لوري د کنړ ولایت د دره پیچ ولسوالۍ  په تختوي کلي د اوبو رسولو یو کانال چې ۱،۷۹ ميليونه افغانۍ ارزښت لري، ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

دا کانال ۱۶۴ متره اوږدوالی، یو محافظوي دیوال او پنځه معبرونه لري، چې چارې یې په ۹۰ ورځو کې بشپړې شوي.

د یادونې وړ ده، چې دا کانال به ۳۵۰ جریبه زراعتي ځمکه  خړوبوي او ۶۶۰ کورنۍ به ترې ګټه اخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS