په ننګرهار کې ۸۰۰ کورنيو ته  د څښاک اوبه چمتو شوې

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۰ - ۱۰:۳۴
ننگرهار

د امريکې د متحده ايالتونو د پرمختيايي ادارې له خوا د ننګرهار د کليو بيا رغونې او پرمختيا رياست په مرسته د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ په بوډيالۍ کلي کې د ۶ ميليونه  افغانيو په لګښت د څښاک د اوبو ۴۲ څاګانې و ايستل شوې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې. ددې څاګانو په ايستلو سره ۸۰۰ کورنيو د څښاک  پاکو او صحي اوبو ته لاس  رسي پيدا کړ. دې ادارې مخکې هم په ننګرهار کې ۴۳ څاګانې ايستلې وې او د ۱۵ نورو څاګانو د کيندلو کار هم بشپړيدا ته نږدي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

BACK TO NEWS