په غزني کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴ پرمختیايي پروژې بشپړې شوې

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳ - ۱۰:۲۱
غزنی

د افغانستان د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له خوا د غزني ولایت  د ناور ولسوالۍ په سردریا، شایګان او قماش و عمران کلیو کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴ پرمختیايي پروژې بشپړې شوې په دې ترڅ کې د دریو سر پټو کرنیزو کانالونو او د یوې څاه د ایستلو پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې، په ټوله کې د کانالونو اوږدوالی ۱۰۰۰ متره و، او د کار په ترڅ کې یې ۴۰۰۰ فني او نا فني کارګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه. باید ووایو چې ددې پروژو په بشپړتیا  سره به ۱۸۱۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي او ۸۵ کورنۍ به یې له ګټې برخمنې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS