په ارزګان کې د ۲۸ میلونو افغانیو په ارزښت د څلورو ښوونځيو ودانیزې چارې پیل شوې

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۷ - ۷:۰
ارزگان

د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګروام د اقرا برخې تر چتر لاندې د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په جوی برو، قزلباش او میان دشت کلیو کې د څلورو ابتدایه ښوونځیو د ودانیزو چارو پیل وشو.
له دې ټولګې به یو ښوونځی په ۸۰۰۰ متر مربع ځمکه کې جوړیږي چې ۱۲ ټولګي به ولري، دویم ښوونځی به په ۶۰۰۰ متر مربع ځمکه کې جوړیږي چې ۸ ټولګي به ولري. او دوه نور ښوونځي به شپږ، شپږ ښوونځي ولري او هر یو به یې په ۱۰۰۰۰ متر مربع ځمکه کې جوړ شي، ددیو پروژو په پلي کولو سره به فني او نافني کارګرو ته ۱۱ زره کاري ورځې رامنځ ته شي. ددغو ښوونځيو د ودانیزو چارو په بشپړتیا سره به ۱۱۰۰ زده کونکو ته د زده کړو وړ چاپیریال رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS