د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر د کنړ سیند دواړو غاړو ته د استنادي دیوال د جوړولو چارې د څه باندې یو ميلیارد افغانیو په ارزښت پیل کړې

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۴ - ۱۰:۵۲
سفر کنر

دزېربناء برخه کې د ولسمشر سلاکار ښاغلي څرګند، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي لخوا نن په کنړ کې د کنړ سیند د استنادي دیوالونو جوړولو پروژې چارې رسماً پیل کړې.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجيب الرحمن کريمي وویل:"دا استنادي دیوال ۴۰ کيلومتره اوږدوالی لري، چې څه باندې یو میلیارد افغانۍ پرې لګښت کېږي او ۳۶۰۰ هکتاره ځمکه، چې ۲۷ ميلیارده افغانۍ ارزښت لري او د سیند اوبو شاړه کړې بیرته به په کرنیزه ځمکه بدله شي."
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، ددې پروژې په کاري بهیر کې به ۸۵ زره کاري ورځې رامنځته شي، چې د سيمې ۶۰ زره خلک به ترې ګټه واخلي او چارې به یې په دوو کالونو کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې ددې ۴۰ کیلومتره استنادي دیوال سږ کال ۲۰ کيلومتره جوړیږي، چې پاتې برخه به یې په راتلونکي کال کې جوړه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS