په کنړ کې د ۵۰ کيلومره متر اوږد دیوال د جوړولو لپاره د سروي چارې پیل شوې

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۵ - ۱۳:۴۱
Kunar

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د  سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ  پروګرام لخوا د ۵۰ کیلو مترو په اوږدوالي د بولډر ډوله استنادي دیوال د جوړیدو د سروې چارې پیل شوې.  یاد دیوال  د کونړ سیند په اړخونو کې  د جلالتمآب جمهور رییس په ځانګړې سپارښتنه او د کلیو د بیارغونې او پراختیا د ښاغلي وزیر په لارښوونه جوړیږي، چې  د سیند په دواړو خواوو  کې به  کرنیزې ځمکې او ځايي اوسیدونکو ته د رسیدونکو زیانونو مخه ونیسي.

د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په تطبیق سره به د سیند په اړخونو کې پرته ۵۲۰۰ هکټاره هغه ځمکه چې د آب خیزي له امله شاړه شوې په کرنیزه ځمکه بدله شي، چې د ځايي اوسیدونکو د کرنیزو توکیو د ډیریدو له لارې به  د دوی د اقتصادي  حالت ورسره ښه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS