په کندز ولایت کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته شوه

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۷:۲۸
1

د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د خواجه کفتر په ښارګوټي کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د څه باندې (۳) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده شبکه کې د (۱۴۰) مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د (۲۰) متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د (۳۳۰) مترو په اوږدوالي پايپ غځول، د (۱۲) عامه شیردهنونو او (۱۹) سولر تختو نښلول شامل دي.

د دې شبکې د کار په بهیر کې د سیمې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې د نوموړي ښارګوټي (۳۰۰) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۷:۲۸
Background image

په کندز ولایت کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته شوه

د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د خواجه کفتر په ښارګوټي کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د څه باندې (۳) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۷:۱۷
Background image

په پکتیا ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډم) د کار له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د پکتیا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د تخنیکي او انجنیري ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند  په (اوده) ډاګ سیمه کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډم) د کار له بهیر څخه چې د څه باندې (۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۶:۴۷
Background image

په کونړ ولایت کې د یوه کیبلي پُل او سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت  د ناړۍ ولسوالې په سونه کلي کې د (۴۸،۷) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه کیبلي پُل او د (۱۷۰). . .

BACK TO NEWS