په غور کې به ژر د ۳۳۰۰ متره اوږد سړک چارې بشپړې شي

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۹:۵۷
غور

 د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د غور د لعل او سرجنګل ولسوالي په پیتاب شاهي کلي کې د 3300 مترو په اوږدوالي د سړک د جوړولو کار 40 سلنه مخ ته تللی چې له بشپړیدو سره سم به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغې پروژې د تطبیق پر مهال چې نږدې 15 میلیونه افغانۍ لګښت لري او له ملي بودیجې تمویل شوې 4472 کاري ورځې رامنځته او 6599 ځايي اوسیدونکي به ترې په مستقیم ډول ګټه پورته کړي.
دغه سړک به چې 9 متره سور لري مارکیټونو ته د ځايي اوسیدونکو د محصولاتو د رسولو په برخه کې  آسانتیاوې رامنځته  کوي او د دوی د اقتصاد د رغولو په برخه کې به ګټور پریوځي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

BACK TO NEWS