په خوست کې د ۸۲۲ مېليونه افغانیو په ارزښت د ۲۴۷ پروژو چارې پیل شوې او ۴۵ نورې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۵/۵ - ۱۰:۵۸
خوست

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۵۹۸ مېليونه افغانیو په ارزښت د ۲۴۷پروژو چارې پیل کړې او د ۲۲۴ميليونه افغانیو په ارزښت یې ۴۵ پروژې په بېلابېلو سکتورونو کې ګټې اخېستنې ته وسپارلې.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، ۲۴۷ پروژې چې نن یې چارې پیل شوې، ۱۵ په کې د څښاک اوبو او کرنیزو ځمکو د اوبو کولو، ۲۱ نورې د کارېزونو، استنادي دیوالونو، سړکونو او د دې ترڅنګ یوه بله پروژه چې د باک ولسوالۍ د ۱۲۰ متره اوږد پل دی او همدا راز د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري ۲۱۰ مختلفې ټولګټې پروژې دي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزير زیاته کړه، د دې ترڅنګ په خوست کې نن ۴۵ پروژې چې ۲۲۴ ميليونه افغانۍ ارزښت لري، ګټې اخېستنې ته سپارل وسپارل شوې، چې په دې پروژو کې ۱۸ پروژې د څښاک اوبو او کرنیزو ځمکو د اوبو کولو، دوه سړکونه او پلونه دي، چې یو یې د ځاځي میدان په ولسوالۍ کې دی، سړک یې ۱۱ کیلومتره او پل یې ۸۰ متره اوږدوالی لري، بل سړک د تڼيو په ولسوالۍ کې دی، چې ۲،۵ کیلومتره اوږدوالی لري
د کاروان سرای سړک پرانېسته هم په دې پروژو کې شامله ده، ۵ نورې پروژې د خوست په مختلفو سيمو کې د کاريزونو، پلچکونو په برخه کې دي، چې ګټې اخېستنې ته وړاندې شوې.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجيب الرحمن کريمي د ولسي تړون ملي پروګرام په اړه وویل، یاد پروګرام اوس د خوست په مرکز، ګربزو، اسمعیل خیلو او نادرشاه کوټ ولسوالیو کې ۲۱۰ پروژې لري، چې ۲۲۰ ميليونه افغانۍ ارزښت لري او ۱۹ نورې پروژې یې، چې ۴۵۸۰۰ کسان به ترې ګته واخلي بشپړ شوې. ولسي تړون ملي پروګرام به په نورو پړاونو کې ټول خوست تر خپل پوښښ لاندې راولي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۴۴
Background image

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال بادغيس ولایت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي صاحب او مل پلاوي بادغيس ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي صاحب د هرات ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي د هرات ولایت له والي شیخ نوراحمد اسلام جار سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د هرات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په. . .

BACK TO NEWS