په تخار کې په ټولیزه توګه د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳ پرمختیايي پروژو بشپړیدل او د یوې بلې پیل

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۹ - ۱۰:۲۷
تخار

د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون له لوري د تخار ولایت په بهارک او ورسج ولسوالیو کې په ټولیزه توګه د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳ پرمختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې او یوه بله پروژه پیل شوه.
د دې پروژو له ټولګې یوه یې د ۱۲.۶۵ کیلو مترو په اوږدوالي د بریښنا ښاري شبکه رغول وو. بله یې د بهارک ولسوالۍ په برګت، چایله علي خان او قاضي غفور کلیو کې د څښاک د اوبو څاګانې ایستل وو او بله یې د ورسج ولسوالۍ په ده بالا او حصار کلیو کې ۵۰۰ متره محافظوي دیوال جوړول وو.
له دې ټولګې درې پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارل شوي او د یوې بلې کار نوی، نوی پیل شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

BACK TO NEWS