د ۳۱۲ ميليونه افغانیو په ارزښت د لسو پرمختیایي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۸ - ۶:۴۰
انسجام ساحوی

د کليو بیارغونې  او پراختیا وزارت د هېواد په اوو ولایتونو کې د ۳۱۲ ميليونه افغانیو په ارزښت د لسو پرمختیایي پروژو هوکړه لیکونه نن( د سې شنبې په ورځ  د غبرګولي په ۲۸ ) له پرمختیايي شوراګانو سره لاسلیک  کړل.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ ول، وویل" یادې پروژې د هېواد په اوو ولایتونو:کنړ، کاپیسا، لوګر، خوست، جوزجان، کندهار او زابل ولایتونو کې پلي کېږي، چې یوه مهمه پروژه یې د کنړ سیند د استنادي دیوالونو ده، چې ۴۰  متره اوږدوالی لري، چې نږدې یو میلیارد او سل ميليونه افغانۍ لګښت پرې کېږي خو نن ورځ د دې ۴۰ کیلومتره دیوال څخه د ۱۰ کیلومتره په اوږدوالي دیوال هوکړه لیک، چې ارزښت یې ۲۹۰ ميليونه کېږي لاسلیک  شو او پاتې برخه به یې په راتلونکي کال کې جوړه شي، چې  ۳۶۰۰ هکتاره شاړه شوې، ځمکه به په کرنیزه ځمکه بدله کړه".
ښاغلي کریمي وویل، چې د یادې پروژې په کاري بهیر کې به ۸۵ زره کاري ورځې رامنځته شي او ۶۰ زره د سېمې اوسیدونکي  به ترې ګټه اخلي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل:"چې د هېواد جمهور رئیس په ځانګړې سپارښتنه د کوچیانو د ژوند ښه والي په موخه به نهه پروژې چې پنځه یې د اوبو رسولو کانالونه دي او څلور نورې پروژې هم د څښاک د اوبو په برخه کې دي،  ۲۱ ميليونه افغانۍ لګښت لري او د هېواد په شپږو  ولایتونو:( کندهار، خوست، کاپیسا، لوګر، جوزجان او زابل) کې به پلي شي، چې په کاري بهیر کې به ۱۰۷۳۰ کاري ورځې رامنځته شي او ۳۱ زره خلک به ترې ګټه اخلي.
د یادونې وړ ده، چې څلوېښت کلن جنګ سخت فقر د کوچیانو ژوند، مالونو او څړ ځایونو سخت ځپلي، چې د افغانستان دولت په ځانګړي ډول د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت هڅه کوي، چې د بېلابېلو پرمختیایي پروژو له لارې د دوی ژوند کې مثبت تغییرات راولي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS