د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزیر د نړیوال بانک د اقراء پروژې له استازو سره ولیدل

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۹ - ۷:۵
دیدار با نماینده پروژه اقرا

د کليو بیارغونې او پرمخیتا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي د نړیوال بانک د اقراء پروژې له استازو سره، په هېواد کې د ۶۰۰۰ ښوونځيو لپاره دوانیو د جوړولو چارو د ښې همغږۍ او بودیجې د پیدا کولو په پار ولیدل.

د کلیو بیارغونې او پرمخیتا وزیر د نړیوال بانک له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د ۶۰۰۰ ښوونځيو د ودانیو له ډلې په لومړي پړاو کې په ۱۷ ولایتونو کې د ۲۶۴۷ ښوونځيو ودانۍ جوړیږي، چې اوس یې د ۱۴۰۰ ښوونځيو ودانیو جوړولو چارې روانې دي.

د کليو بیارغونې او پرمختیا وزیر د نړیوال بانک له استازو وغوښتل، چې د دويم پړاو ښوونځيو ودانیو جوړولو لپاره د بودیجې پیدا کولو په برخه کې مرسته وکړي.

د نړیوال بانک استازو د کليو بیارغونې او پرمخیتا وزارت له ښې همکاري او مدیریت مننه وکړه او ژمنه وکړه، چې پاتې ښوونځيو د بودیجې پیدا کولو په برخه کې به لا ډېره همکاري کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

BACK TO NEWS