د څه باندې ۶۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷۶ پرمختیايي او رغنیزو پروژو قراردادونه لاسلیک شول

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱/۸ - ۱۱:۴۵
Contract

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت او کلیوالي شوراګانو ترمنځ د ۱۷۶ مختلفو پرمختیايي پروژو قراردادونه چې له ۶۵۰ مېلیونه افغانیو زیاته بودیجه پرې مصرفیږي، د روان کال د حمل میاشتې په ۸ مه نېټه لاسلیک شول.

دغه پروژې چې د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول، د اوبو رسولو شبکې، کانالونه او استنادي دیوالونه په کې شامل دي، د کابل او ننګرهار په ۱۲ ولسوالیو کې تطبیقږي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي د قراردادونو د لاسلیکولو په موخه رابلل شوي خبري کنفرانس ته وویل، یادې پروژې د جلالتمآب جمهور رئیس په ځانګړي هدایت په دغو سیمو کې پلي کیږي.

نوموړي وویل:((له دې امله چې د ننګرهار په غني خېلو، نازیانو، اچین، هسکې مینې، دور بابا او سپین غر ولسوالیو وروستیو جګړو زیانونه واړول، اوس ورته د جوړونې په موخه ۲۳ ښوونځي، د اوبو لګولو سربندونه، کانالونه او د سېلابونو د مخنیوي په موخه استنادي ګبیون ډوله دیوالونو ۱۴۵ پروژې ځانګړي شوي دي.))

د ښوونځيو لپاره جوړېدونکې ۱۳ ودانۍ د ننګرهار په دوربابا او ۱۰ نورې د غني خېلو ولسوالۍ په مختلفو کلیو کې جوړیږي.

ښاغلي کریمي زیاته کړه، ددغو پروژو مجموعي لګښت ۶۵۰۱۳۷۶۱۱ افغانۍ دی، چې د نړیوال بانک، د کرنې په برخه کې د پراختیا نړیوالې برنامې او مالیې وزارت لخوا ورکول کیږي او په تطبیق سره به یې له ۳۲۵ زره زیاتې کاري ورځې رامنځته شي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د پروژو پر کیفیت د ټينګار تر څنګ وویل، ددغو پرمختیايي پروژو په پایله کې به ۱۹۶۵۰ جریبه ځمکه په ننګرهار او ۱۰ زره جریبه ځمکه په کابل کې د اوبو تر منظم سیستم لاندې راشي چې په ټولیز ډول به له دغو پروژو نیږدې ۳۱ زره کورنۍ په مستقیمه توګه ګټه واخلي.

تردې وړاندې ددې ولسوالیو هراړخیزه سروې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت لخوا ترسره شوه چې د نورو مسؤلو وزارتونو سره هم د ولسونو اړتیاوې شریکې شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

BACK TO NEWS