د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د ګردیز قومي مشرانو او مخورو خپلې شته ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې او د اوبو رسولو شبکو، پلچکونو او استنادي دیوالونو د پلې کولو غوښتنه وکړه.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: موږ تل هڅه کوو چې د پکتیا ولایت په څېر لرو پرتو ولایتونو کې پراختیايي پروژې پلې کړو، د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړو او اسانتیاوې ورته برابرې کړو.
