د مرکزي او ولایتي انجنیرانو لپاره د سړکونو او پلونو د پروژو تطبیق په اړه روزنیز ورکشاپ پیل شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو انجنیرانو لپاره د سړکونو او پلونو د پروژو تطبیق په اړه روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم له خوا پيل شو.
په یاده غونډه کې د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم د یاد روزنیز ورکشاپ د اهمیت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او وویل: موږ باید د خپل هېواد د آبادولو په برخه کې مخلصانه او صادقانه کوښښ وکړو. خپلې درسپارل شوې دندې مو په سمه توګه ترسره کړئ او پروژو څخه پر وخت څارنه او په ټاکلي وخت کې بشپړې کړئ.
دغه روزنیز ورکشاپ به (۵) ورځې دوام ولري او په یاد ورکشاپ کې به مرکزي او ولایتي انجنیران خپل وړاندیزونه، غوښتنې او ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.
