په کاپیسا کې د ۶۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷.۸۳ کیلو متره سړک تړون لاسلیک شو

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۹ - ۹:۴۲
کاپیسا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارجوړونې د پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت په ملا رسول بابا، تاج محمد خیلو، محمد عمرخیلو او تپه زار کلیو کې چې د مرکز او د کوهستان  د حصه اول او حصه دوم ولسوالیو اړوند دي. د ۶۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷.۸۳ کیلومتره کانکریټي سړک او اړوندو ودانیزو برخو جوړولو تړون د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا د رییس او اړوندو پرمختیايي شوراګانو تر منځ لاسلیک شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له والي الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۴:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د یوه اوسپنیز کانکریټي پُل د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي له خوا د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په دالانو کلي کې د شاوخوا (۲۳) میلیونه افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۶:۴۷
Background image

په فاریاب ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د فاریاب ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست انجنیري او تخنیکي ټیم د دغه ولایت د قرمقول ولسوالۍ په حلیم مخدوم کلي کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له بهیر څخه چې د (۱۴۷) زره امریکایي. . .

BACK TO NEWS