په میدان وردګو کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کاریز جوړولو کار روان دی

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۱۰:۳۲
میدان وردگ

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمیزو پروګرامونو د همږۍ پروګرام له خوا د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په بسراق احمدزي سیمه کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کاریز د پروژې کار ۴۰ سلنه مخکې تللی دی چې په ترڅ کې یې د کاریز څاه ګانې ایستل کیږي او ۲۱۲ متره کانال به هم جوړ شي. ددې پروژې په ترڅ کې به ۱۶۱۹ کاري ورځې رامنځ ته شي او تر بشپړتیا وروسته به یې ۱۰۵۰ تنه سیمیز وګړي ددې پروژې له ګټو برخمن شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له والي الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۴:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د یوه اوسپنیز کانکریټي پُل د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي له خوا د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په دالانو کلي کې د شاوخوا (۲۳) میلیونه افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۶:۴۷
Background image

په فاریاب ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د فاریاب ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست انجنیري او تخنیکي ټیم د دغه ولایت د قرمقول ولسوالۍ په حلیم مخدوم کلي کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له بهیر څخه چې د (۱۴۷) زره امریکایي. . .

BACK TO NEWS