په بدخشان کې له ۲۹ اړمنو کورنیو سره د څه باندې د ۲۰ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۳۰ - ۴:۵۱
بدخشان

کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له خوا د بدخشان ولایت د تیشکان ولسوالۍ د ده استایان کلي د پراختیایي شورا له لوري له ۲۹ بیوزلو کورنیو سره څه باندې د ۲۰ زره افغانيو په ارزښت د د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کلیوالو ته ورکړل شوه، چې غنم، بوره، او خرما پکې شامل وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له والي الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۴:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د یوه اوسپنیز کانکریټي پُل د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي له خوا د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په دالانو کلي کې د شاوخوا (۲۳) میلیونه افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۶:۴۷
Background image

په فاریاب ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د فاریاب ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست انجنیري او تخنیکي ټیم د دغه ولایت د قرمقول ولسوالۍ په حلیم مخدوم کلي کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له بهیر څخه چې د (۱۴۷) زره امریکایي. . .

BACK TO NEWS