په  کندوز کې څه د  باندې ۴ میلیونه افغانیو  په ارزښت د دوو پرمختیایي  پروژو کار روان دی

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۸ - ۸:۲۰
کندز

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او ودانۍ له پاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام MCCG) )   له لوري د کندز ولایت د مرکز اړوند د چهار تاق نمبر یک په کلي د د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت مخافظوي دیوال د جووړلو او پرسړک باندې د شګې اچولو کار  روان دی. د دغو پروژو د محافظوي دیوال اوږدوالی ۱۶۰ متره دی چې تر اوسه ۸۰٪ کار  پرمختګ کړی او د سړک اوږدوالی ۳۴۸۱ متره دی چې کار یې ۴۵ ٪  بشپړ شوی. د نوموړو پروژو د کار په بهیر کې ۶۰۰ ماهر او غیر ماهر کاریګرو ته به ۶۹۰۸  کاري ورځې رامنځته شي او  له  بشپړیدو وروسته به ۶۷۱ کورنۍ  ترې  ګټه اخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۴:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د یوه اوسپنیز کانکریټي پُل د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي له خوا د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په دالانو کلي کې د شاوخوا (۲۳) میلیونه افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۶:۴۷
Background image

په فاریاب ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د فاریاب ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست انجنیري او تخنیکي ټیم د دغه ولایت د قرمقول ولسوالۍ په حلیم مخدوم کلي کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له بهیر څخه چې د (۱۴۷) زره امریکایي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۶:۵۵
Background image

په زابل ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د خاک افغان ولسوالۍ په ملا وصیل کلي کې د څه باندې (۴،۷) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې. . .

BACK TO NEWS