د لغمان ولايت  په علينګار ولسوالۍ کې د  ۴ کيلومتره سړک د جوړولو چارې  پيل شوې

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۹ - ۹:۴۰
لغمان

د لغمان ولايت  د علينګار ولسوالۍ د نورولام صاحب د درې د سنګراک  په سيمه  کې د ۴ کيلومتره سړک د  جوړولو چارې ، د لغمان ولايت د  کليو بيا رغوني اوپراختيا رياست په تخنيکې همکارۍ ، د خوراک نړيوال سازمان (WFP) په مالې لګښت، چې د   کار په مقابل غذا ورکوي، پيل شوې.
د سړک ياده پروژه  (RRDPO) قراردادي انجيو له لورې د شپږو مياشتو په موده کې جوړيږي،  چې په بشپړيدوسره به د سيمې  ډېرو اوسيدونکو ته د تګ او راتګ اسانتياوې برابرې کړي او د يادې پروژې په کاري بهير کې به ۳۱۵  تنو کارګرانو ته د کارزمينه  هم برابريږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۴:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د یوه اوسپنیز کانکریټي پُل د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي له خوا د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په دالانو کلي کې د شاوخوا (۲۳) میلیونه افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۶:۴۷
Background image

په فاریاب ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د فاریاب ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست انجنیري او تخنیکي ټیم د دغه ولایت د قرمقول ولسوالۍ په حلیم مخدوم کلي کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له بهیر څخه چې د (۱۴۷) زره امریکایي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۶:۵۵
Background image

په زابل ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د خاک افغان ولسوالۍ په ملا وصیل کلي کې د څه باندې (۴،۷) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې. . .

BACK TO NEWS